- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

لیتوانیا ۳۵ افغان او عراقي کډوال نیولي

د لیتوانیا سرحدي چارواکي وايي، ۳۵ افغان او عراقي کډوال وروسته له هغې نیول شوي چې له بلاروس څخه یې په ناقانونه توګه لیتوانیا ته د ننوتلو هڅه کړې ده.

د لیتوانیا د دولتي سرحدي ساتنې ادارې په وینا، دغه کسان د پنجشنبې په ماښام د وارېنا سیمې د چپکېلیای طبیعي زېرمتون ته څېرمه نیول شوي دي. د هغوی د موندلو لپاره چورلکه، سرحدي ځواکونه، پولیس او روزل شوي سپي کارول شوي وو.

چارواکي وايي، نیول شوي ټول کسان نارینه او د شاوخوا ۲۰ تر ۳۰ کلونو عمر لري. ۱۱ کسانو د پېژندنې اسناد لرل، خو نورو یې اسناد نه لرل او ځانونه یې د افغانستان او عراق اتباع معرفي کړي دي.

د لیتوانیا د سرحدي ادارې په وینا، تر جمعې سهاره ۲۹ کسان بېرته بلاروس ته ستانه شوي، د پنځو نورو کسانو ارزونه روانه وه او یو کس د روغتیايي ستونزې له امله روغتون ته لېږدول شوی دی.

د لیتوانیا چارواکي وايي، سږ کال یې تر اوسه له بلاروس څخه د ناقانونه ننوتلو ۱۶۶۱ هڅې درولې دي.

- Advertisment -spot_img