- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

په نورستان کې ۲۸ وسله‌وال وژل شوي؛ پاکستان د لاس لرلو تور ردوي

د افغانستان د دفاع وزارت ویلي، د نورستان په ختیځ ولایت کې د وروستیو نښتو پر مهال ۲۸ وسله‌وال وژل شوي او ۳۲ نور نیول شوي دي.

د دغه وزارت په وینا، یوه وسله‌واله ډله له پاکستان څخه افغانستان ته اوښتې وه او د اسلامي دولت ډلې غړي هم په کې شامل وو. افغان چارواکو ادعا کړې چې د دغې ډلې ډېری غړي د تېر حکومت امنیتي سرتېري وو او د پاکستان له لوري ورسره مرسته شوې وه.

پاکستان بیا د افغانستان دا ادعاوې رد کړې دي. د پاکستان د اطلاعاتو وزارت ویلي چې د اسلام‌اباد پر ضد دغه تورونه بې‌اساسه دي.

د نورستان پېښه په داسې حال کې رامنځته شوې چې په وروستیو ورځو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د پولې پر سر تاوتریخوالی زیات شوی دی.

- Advertisment -spot_img