د ایران سپاه پاسداران انقلاب اسلامي ویلي چې د هرمز تنګی یې تر بلې خبرتیا پورې په لنډمهاله توګه تړلی او هېڅ بېړۍ ته به د دې مهمې سمندري لارې د تېرېدو اجازه ور نه کړي. د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې، د سپاه سمندري ځواکونو ویلي چې ځینو بېړیو خبرداریو ته پام نه و کړی او له ټاکل شوې لارې څخه اوښتي وې. د راپورونو له مخې، یوه بېړۍ د خبرداري ډزو وروسته درول شوې ده. سپاه پاسداران ویلي چې تر هغه چې د دوی په وینا په سیمه کې د امریکا «لاسوهنه» پای ته نه وي رسېدلې، د هرمز تنګي له لارې به د بېړیو تګ راتګ اجازه نه وي. دغه ځواک هم خبرداری ورکړی چې هر ډول نوی برید به له «کلک ځواب» سره مخ شي.



![[000098]](https://sedayedarya.tv/pa/wp-content/uploads/sites/8/2026/08/000098-251x300.png)