د ایران د ولسمشرۍ ماڼۍ د رسنیو دفتر ویلي چې د دغه هېواد ولسمشر، مسعود پزشکیان، به نن په یوه رسمي سفر پاکستان ته ولاړ شي. د ولسمشرۍ ماڼۍ د عامه اړیکو رئیس، حبیب عباسي، د تسنیم خبري اژانس سره په خبرو کې ویلي چې دغه سفر د مخکېني پلان له مخې ترسره کېږي او ټاکل شوې چې شاوخوا یوه ورځ دوام وکړي. تمه ده چې ولسمشر پزشکیان د خپل دغه سفر پر مهال له پاکستاني چارواکو سره د دوهاړخیزو اړیکو، سیمهییزو بدلونونه او د ګډو همکاریو د پراختیا په اړه خبرې وکړي.



