چهارشنبه, جون 24, 2026
چهارشنبه, جون 24, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

ټرمپ: پوځي پرېکړې او هوکړې د منځني ختیځ توازن د امریکا په ګټه بدل کړی

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ په یوه ۲۸ دقیقې ټلیفوني مرکه کې له نیویارک ټایمز ورځپاڼې سره ویلي چې د هغه پرېکړه په اسفند میاشت کې پر ایران د برید او وروسته د هرمز تنګي د تړل کېدو له امله د دغه هېواد پر بندرونو د سمندري محاصرې لګول، د منځني ختیځ وضعیت د امریکا په ګټه بدل کړی دی. د نیویارک ټایمز د راپور له مخې، ټرمپ دا څرګندونې د خپل ۸۰م کلیزې په ورځ کړې دي، په داسې حال کې چې په شالید کې د کورنۍ د غړو د تیارۍ غږونه اورېدل کېدل، چې د یوه ماښامنۍ مراسمو لپاره چمتووالی روان و. هغه په دې خبرو کې د چین د ولسمشر شي جین‌پینګ او د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین د رول ستاینه کړې، او ویلي یې دي چې هغوی د دې توافق په اسانه کولو کې مهمه ونډه لرله. په مقابل کې، ټرمپ د اسرائیل د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو پر وړاندې سختې نیوکې کړې او ویلي یې دي چې د هغه اقدامات نږدې وو چې د نهایی توافق بهیر له ناکامۍ سره مخ کړي. ټرمپ د نتانیاهو په اړه په خپلو خبرو کې ویلي: «هغه یو ډېر ستونزمن شخص دی او رښتیا باید له ډېرو زموږ څخه مننه وکړي، ځکه که ایران اټومي وسلې لرلی، اسرائیل به حتی دوه ساعته هم دوام نه وای کړی.»

- Advertisment -spot_img