راپورونه له افغانستانه ښيي چې طالبانو د خپلو ځواکونو او د دولتي ادارو د کارکوونکو ترمنځ د سمارټ موبايلونو د کارونې په برخه کې نوي محدودیتونه لګولي دي. د دغو راپورونو له مخې، د طالبانو له رهبرۍ څخه يو شفاهي دستور صادر شوی چې له مخې یې د ډلې غړو او دولتي کارکوونکو لپاره د سمارټ موبايلونو کارول يا بند شوي او يا هم په جدي ډول محدود شوي دي. په دغه دستور کې ويل شوي چې سرغړونکي کېدای شي له اداري يا نظامي تعقیب سره مخ شي. همدارنګه په ځينو ادارو کې د هېواد په ځينو ولايتونو لکه هرات کې کارکوونکو ته یوازې د ساده موبايلونو چې کمره ونه لري د کارولو اجازه ورکړل شوې، او د ځينو ادارو دننه د سمارټ موبايلونو د ننوتلو اجازه محدوده شوې ده. د دغې پرېکړې موخه، د راپورونو له مخې، د داخلي معلوماتو او دولتي اسنادو د خپرېدو مخنیوی بلل شوی دی. خو دا اقدام د دې په اړه اندېښنې هم راپورته کړې دي چې په افغانستان کې د اداري جوړښت دننه د اړیکو وسایلو ته لاسرسی نور هم محدودېږي. تر اوسه طالبانو په رسمي او پراخه توګه د دې محدودیتونو د بشپړ حدود او ټولو ادارو او کارکوونکو په اړه وضاحت نه دی ورکړی.



