د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي په خپله رسمي فېسبوک پاڼه کې د يو پيغام په خپرولو سره د افغانستان د فضانورد عبدالاحد مومند مړينه تائيد کړې او د هغه له کورنۍ سره يې خواخوږي څرګنده کړې ده. په دغه پيغام کې ويل شوي چې په ژور خپګان خبر ترلاسه شو چې عبدالاحد مومند د ناروغۍ له امله د حق لوري ته ورغلی دی. عبدالاحد مومند لومړنی افغان و چې فضا ته يې سفر کړی و او په دې تاريخي لاسته راوړنه سره يې د افغانستان نوم د فضانوردۍ په ډګر کې ثبت کړی و. پخواني ولسمشر په خپل پيغام کې دغه ضايعه د مرحوم کورنۍ، ملګرو او نږدې کسانو ته د تسليت وړ بللې او د هغه روح ته يې جنت الفردوس او پاتې کسانو ته يې صبر جميل غوښتلی دی.



