سه شنبه, جون 23, 2026
سه شنبه, جون 23, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

سرور دانش د پاکستان د منځګړيتوب ستاینه وکړه او هغه یې بریالی او بې‌طرفه وبللو

د افغانستان پخواني د ولسمشر دوهم مرستیال سرور دانش په خپله فېسبوک پاڼه کې د پاکستان د وروستي منځګړيتوب ستاینه کړې او هغه یې «بریالی او د اصولو سره سم ډیپلوماټیک اقدام» بللی دی. نوموړي لیکلي چې دغه منځګړيتوب د بې‌طرفۍ د بشپړ رعایت، د دواړو لورو سره د مناسب واټن ساتلو او د ډیپلوماټیکو اصولو په مراعت کولو ترسره شوی، او دا یې د پاکستان لپاره یو «ستر سیمه‌ییز او نړیوال سیاسي لاسته راوړنه» بللې ده. سرور دانش د پاکستان حکومت ته د دې بریا مبارکي ویلې او ویلي یې دي چې هیله لري د دې هڅو په نتیجه کې د سولې بهیر پیل، او د یو نهایی تفاهم‌لیک او توافق رامنځته کېدل ممکن شي. هغه زیاته کړې چې د سیمې د ټولو هېوادونو او ملتونو لپاره د سولې او ثبات د ټینګښت هیله لري. نوموړي همداراز ویلي چې د افغانستان د سولې په قضیه کې هم داسې «ریښتینی، بې‌طرفه او د دواړو لورو د احترام پر بنسټ منځګړيتوب» شوی وای، څو د جګړې او بې‌ثباتۍ تکرار نه وای شوي.

- Advertisment -spot_img