سه شنبه, جون 23, 2026
سه شنبه, جون 23, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

د یوناما ماموریت د یوه بل کال لپاره وغځول شو

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا نن (دوشنبه) د یوې پرېکړه‌لیک په تصویب او د خپلو ټولو ۱۵ غړو په مثبتو رایو سره په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) ماموریت د یوه بل کال لپاره وغځاوه. دا پرېکړه په داسې حال کې شوې چې د یوناما اوسنۍ ماموریت ټاکل شوې وه د جون په ۱۷مه پای ته ورسېږي. د امنیت شورا تر دې وړاندې د مارچ په میاشت کې د دې ادارې ماموریت په موقتي توګه د درېیو میاشتو لپاره غځولی و. یوناما له ۲۰۰۲ کال راهیسې په افغانستان کې فعالیت کوي او د بشري مرستو د همغږۍ، بشري حقونو او سیاسي تعاملاتو په برخو کې ونډه لري.

- Advertisment -spot_img