چهارشنبه, جون 24, 2026
چهارشنبه, جون 24, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

اردوغان:د امریکا او ایران له هوکړې هرکلی وکړ

د ترکیې ولسمشر، رجب طیب اردوغان، د امریکا او ایران ترمنځ له اعلان شوې هوکړې هرکلی کړی او هیله یې څرګنده کړې چې دغه هوکړه به په سیمه کې د تلپاتې سولې او ثبات د ټینګښت لامل شي. اردوغان د یکشنبې په ماښام، د غبرګولي په ۲۴مه، په «ایکس» ټولنیزه شبکه کې ولیکل چې هیله لري دغه هوکړه په سیمه کې د «سولې او امنیت د یوه باثباته چاپېریال» د رامنځته کېدو لپاره لار هواره کړي. هغه له ټولو ښکېلو لورو وغوښتل چې د هوکړې د لاسلیک کېدو په درشل کې له هر ډول پاروونکو څرګندونو، د کړکېچ د زیاتېدو لامل کېدونکو دریځونو او هغو کړنو څخه ډډه وکړي چې وضعیت لا پسې ترینګلی کولای شي. د ترکیې ولسمشر همدارنګه د سولې د بهیر د شنډولو لپاره د هر ډول احتمالي هڅو پر وړاندې د بیدارۍ او پاملرنې پر اړتیا ټینګار وکړ او ویې ویل چې باید د هغو کړنو مخه ونیول شي چې دغه بهیر له ګواښ سره مخ کولای شي. اردوغان په سیمه کې د سولې او ثبات رامنځته کېدل یوه جدي او پخوانۍ اړتیا وبلله او زیاته یې کړه چې انقره چمتو ده چې په دې لاره کې د سیاسي خبرو اترو او سوله‌ییزو نوښتونو ملاتړ ته دوام ورکړي.

- Advertisment -spot_img