د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې د امریکا له لوري د هغه هلیکوپټر د نسکورېدو په وړاندې ځواب «ډېر مهم» او جدي دی. د ABC ټلویزیوني شبکې یو خبریال ویلي چې هغه له ټرمپ سره د ټیلیفوني مرکې پر مهال و، کله چې د امریکا مرکزي قومندانۍ (سنتکام) د ایران پر ضد د عملیاتو د ترسره کېدو اعلان وکړ. د خبریال په وینا، ټرمپ ورته ویلي: «هغوی زموږ هلیکوپټر نسکور کړی او موږ همدا اوس د ځواب په حال کې یو.» هغه زیاته کړې: «دا ځواب د هغه عمل په غبرګون کې دی چې هغوی تیره شپه زموږ د هلیکوپټر پر ضد ترسره کړ، او زه باور لرم چې دا ځواب باید ډېر قوي او پیاوړی وي، او همدا ډول هم ترسره کېږي.»



