سه شنبه, جون 23, 2026
سه شنبه, جون 23, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

توحیدی: سعد محسنی له دموکراسي‌خواهۍ څخه د طالبانو ملاتړ ته رسېدلی دي

صدیق‌الله توحیدی، یو افغان رسنیز فعال، په یوه انتقادي مقاله کې چې سرلیک یې «سعد محسنی؛ له دموکراسي‌خواهۍ تر د طالبانو ترهګرۍ لابي‌ګري» دی، د موبی رسنیزې ډلې د مالک سعد محسنی د کارنامې او اوسنیو دریځونو په اړه نیوکه کړې ده. توحیدی په دې مقاله کې لیکلي چې سعد محسنی له شاوخوا دوو لسیزو رسنیز فعالیت او د نړیوالو بنسټونو له پراخ ملاتړ وروسته اوس په داسې لوري روان دی چې د ده په وینا د طالبانو د عادي‌کولو او ملاتړ سبب ګرځي. لیکوال د طلوع او آریانا ټلویزیونونو رول ته په اشارې سره ویلي چې دا رسنۍ د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ له سقوط وروسته د عامه افکارو په جوړولو کې له تر ټولو اغېزمنو رسنیزو بنسټونو څخه ګڼل کېږي. هغه د سعد محسنی د رسنیزو فعالیتونو مخینه ته په کتنې سره ویلي چې د موبی ډلې مالک د خپل کار له پیل راهیسې د مرستندویه هېوادونو او نړیوالو بنسټونو پراخ ملاتړ درلود او توانېدلی و چې په افغانستان کې بېلابېل رسنیز پروژې پيل او عملي کړي. توحیدی همدارنګه د ټاکنیزو بهیرونو اړوند ځینو قراردادونو او پروګرامونو ته اشاره کړې او زیاته کړې یې ده چې د رسنیو په برخه کې د نړیوالو مرستو مهمه برخه د موبی ډلې اړوندو بنسټونو له لارې لګول شوې ده. د مقالې په یوه بله برخه کې، سعد محسنی د پخوانیو حکومتونو سره په سیاسي معاملې او همدارنګه له طالبانو سره په تعامل تورن شوی دی. د لیکوال په باور، د محسنی اوسني دریځونه د دموکراسۍ او د رسنیو د آزادۍ په اړه د هغه له پخوانیو نظرونو سره همغږي نه لري. توحیدی همدارنګه ادعا کړې چې سعد محسنی په وروستیو کلونو کې د طالبانو سره د نړیوالې ټولنې د تعامل د ملاتړ له څېرو څخه ګرځېدلی او دا کړنه یې د «طالبانو د سپینولو لپاره لابي‌ګري» بللې ده. لیکوال په پای کې خبرداری ورکړی چې د دې بهیر دوام کولی شي په افغانستان کې د موبی ډلې اړوندو رسنیو اعتبار د خلکو په منځ کې منفي اغېزمن کړي. تر دې دمه، سعد محسنی او د موبی رسنیزې ډلې د دې ادعاوو او نیوکو په اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.

- Advertisment -spot_img