د فرانسې ولسمشر امانويل مکرون د متحده عربي اماراتو پر زېربناو د ایران وروستي بریدونه «نه توجیه کېدونکي او نه منل کېدونکي» بللي دي. هغه د دوشنبې په شپه په خپله ایکسپاڼه کې لیکلي چې، فرانسه به په اماراتو او سیمه کې د خپلو متحدینو د ملاتړ او د هغوی د خاورې د دفاع لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي. مکرون زیاته کړې، چې د دې کړکېچ دوامداره حل یوازې هغه وخت ممکن دی چې هرمز تنګی د ازاد تګ راتګ لپاره پرانیستل شي او یو قوي امنیتي تړون ترلاسه شي. د فرانسې ولسمشر ټینګار کړی چې، دغه تړون باید د سیمې هېوادونو ته اړینې امنیتي تضمینونه برابر کړي، په ځانګړي ډول د ایران د اټومي پروګرام، توغندیو او بېثباته کوونکو فعالیتونو له ګواښونو په وړاندې. دا پهداسې حال کې ده، چې د هرمز تنګي د پرانيستلو په اړه د ايران او امريکا ترمنځ د هوکړې کومه هيله نه تر سترګو کېږي. ايران ويلي، پهدې اړه يې امريکا ته يوه طرحه سپارلې، خو د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ويلي، ياده طرحه ورته د منلو نه ده.



