چهارشنبه, مې 20, 2026
چهارشنبه, مې 20, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

د روغتیا نړیوال سازمان افغانستان ته ۷۸ ټنه طبي مرسته لېږدولې

د روغتیا نړیوال سازمان اعلان کړی، چې څه باندې ۷۸ ټنه حیاتي طبي تجهیزات یې د هوا له لارې له دوبۍ څخه افغانستان ته لېږدولي دي. په دې طبي مرستې کې د شري او سکاروي د درملنې لپاره کټونه، له خوارځواکۍ/ سوءتغذیې سره د مخامخ ماشومانو لپاره خوراکي مواد او جراحي وسایل شامل دي. د روغتیا د نړیوال سازمان په وینا، دا حیاتي تجهیزات به له ۴۱۹ زرو څخه ډېر خلک تر پوښښ لاندې راولي او په ټول هېواد کې به تر ۱۳ زره زیات د ژوند ژغورنې جراحۍ ممکنې کړي. یاد سازمان له متحده عربي اماراتو څخه د دې مرستو د لېږد د اسانتیا لپاره مننه کړې ده. تر دې مخکې، د روغتیا نړیوال سازمان ویلي وو، چې په منځني ختیځ کې د جګړې له امله، د بېړنیو مرستو تر ۵۰ زیاتې بېړني جوپې، چې د ۲۵ هېوادونو لپاره وې، چې افغانستان هم په کې شامل دی ځنډېدلې دي. د دې سازمان په وینا، د سیمې د هېوادونو په فضايي حریم کې د الوتکو تګ راتګ محدود شوی دی.

- Advertisment -spot_img