سه شنبه, مې 26, 2026
سه شنبه, مې 26, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

د طالبانو د دفاع وزیر محمد یعقوب مجاهد مسکو ته تللی او په نړیوال امنیتي امنیتي غونډه کې یې ګډون کړی

د طالبانو د حکومت د دفاع وزیر، محمد یعقوب مجاهد، د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ مسکو ته سفر کړی او په یوه نړیوال امنیتي غونډه کې یې ګډون کړی دی. دا د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې د طالبانو د بیا واکمنېدو وروسته په یوه نړیواله غونډه کې د هغه لومړنی رسمي حضور بلل کېږي. د طالبانو د حکومت د سرچینو په وینا، تمه ده چې ښاغلی مجاهد د دې سفر په ترڅ کې د روسیې له یو شمېر لوړپوړو چارواکو سره هم لیدنې او خبرې اترې وکړي. دغه سرچینې وايي چې تر دې مخکې د طالبانو یو پلاوی مسکو ته لېږل شوی و څو د دې سفر لپاره زمینه برابره کړي. د روسیې د چارواکو د اعلامیې له مخې، دغه غونډې د هېوادونو ترمنځ د عملي همکاریو د پیاوړتیا او د سیمه‌ییزو امنیتي مسایلو د ارزونې په هدف جوړېږي. د دې مجمع موضوعات د منځني ختیځ بدلونونه او نړیوال امنیتي ننګونې رانغاړي. د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې له ۱۸۰ څخه زیات پلاوي د بېلابېلو هېوادونو او نړیوالو سازمانونو له خوا دې مجمع ته بلل شوي دي. دا غونډه د «د نوي استعمار پر ضد مبارزه د اکثریت نړۍ د هېوادونو د امنیت د تضمین لپاره د لومړیتوب په توګه» تر عنوان لاندې په مسکو کې ترسره کېږي.

    - Advertisment -spot_img