پنجشنبه, جولای 23, 2026
پنجشنبه, جولای 23, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

پاکستان کې د افغان وګړو لپاره د جعلي پېژندپاڼو د جوړولو په تور څلور کسان نیول شوي

د پاکستان د فدرالي پلټنو ادارې (FIA) ویلي، په کراچۍ ښار کې یې څلور کسان، چې د ملي معلوماتو او ثبت ادارې (نادرا) دوه لوړپوړي چارواکي هم پکې شامل دي، د افغان وګړو لپاره د جعلي پېژندپاڼو د صادرولو په تور نیولي دي. د دغې ادارې ویاند د چهارشنبې په ورځ، د چنګاښ ۳۱مه، ویلي چې په نیول شویو کسانو کې د نادرا دوه مرستیالان، انعام‌الحق او فیاض احمد، یو امنیتي ساتونکی او محمد عمر شاه نومی کس شامل دي، چې د منځګړي په توګه یې فعالیت کاوه. د فدرالي پلټنو ادارې ویلي، د عملیاتو پر مهال یې له شکمنو کسانو څخه اړوند اسناد او شواهد هم ترلاسه کړي دي. ادارې زیاته کړې چې د دې قضیې په تړاو د نورو کسانو د نیولو احتمال هم شته. د لومړنیو پلټنو له مخې، نیول شوي کسان د جعلي پېژندپاڼو په صادرولو، په رسمي ریکارډونو کې په لاسوهنه او نورو ناقانونه فعالیتونو تورن دي. دې ادارې دا هم ویلي چې ښايي دغه شبکه له وسلوالو کسانو سره اړیکې ولري او په دې تړاو پلټنې لا هم روانې دي. دا پېښه داسې مهال رامنځته شوې چې پاکستان په تېرو دوو کلونو کې د افغان کډوالو د ایستلو بهیر چټک کړی دی. په همدې موده کې زرګونه افغان کډوال د استوګنې د اسنادو د نه غځېدو له امله له جدي قانوني ستونزو سره مخ شوي دي.

- Advertisment -spot_img