پنجشنبه, جولای 23, 2026
پنجشنبه, جولای 23, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

رویټرز: امریکا د ایران پر بریدونو کې د روسیه رول څېړنه کوي

رویټرز د باخبره سرچینو له قوله راپور ورکړی چې د امریکا استخباراتي ادارو د هغو بریدونو په تړاو څېړنې پیل کړې چې ایران یې په فارس خلیج کې د امریکا د مرکزي استخباراتو ادارې (CIA) پر تاسیساتو ترسره کړي، ترڅو د روسیې د احتمالي همکارۍ څرنګوالی و ارزوي. د راپور له مخې، امریکايي چارواکي تر اوسه دې پایلې ته نه دي رسېدلي چې روسیه په دغو بریدونو کې مستقیمه ونډه لرلې ده، خو د بریدونو د لوړ دقت او اغېزمنتیا، او همدارنګه له ایران سره د مسکو د پراخو پوځي او امنیتي اړیکو له امله، د روسیې د احتمالي رول په اړه شکونه زیات شوي دي. دا څېړنې داسې مهال روانې دي چې ایران د روان کال په مارچ میاشت کې په سعودي عربستان، عراق او یو شمېر نورو هېوادونو کې د سي ای اې اړوند مرکزونه په نښه کړي وو. تر اوسه روسیې او ایران د رویټرز د راپور په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی.

- Advertisment -spot_img