سه شنبه, مې 26, 2026
سه شنبه, مې 26, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

پاکستان او چین د افغانستان په تړاو د همکاریو پر دوام ټینګار وکړ

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه ګډه اعلامیه کې له چین سره ویلي چې دواړو هېوادونو د افغانستان په اړه د همکاریو او نږدې اړیکو پر دوام ټینګار کړی دی. په اعلامیه کې د چین، افغانستان او پاکستان درې‌اړخیزه غونډه، چې د ۲۰۲۶ کال په اپرېل کې ترسره شوې، مهمه بلل شوې او ویل شوي چې چین د افغانستان او پاکستان ترمنځ د خبرو اترو لپاره د زمینې برابرولو له هڅو هرکلی کړی دی. همدارنګه په اعلامیه کې د دواړو هېوادونو همکاریو ته د بېلابېلو برخو په ګډون اشاره شوې، چې پکې د «CPEC» پروژه، د ګوادر بندر پراختیا، سوداګري، کرنه، انرژي، مصنوعي ځیرکتیا، پوځي همکاري او د ترهګرۍ پر ضد مبارزه شامله ده. په ګډ سند کې د منځني ختیځ بدلونونه او سیمه‌ییز لیدلوري هم د بحث له مهمو موضوعاتو څخه یاد شوي دي.

- Advertisment -spot_img