سه شنبه, مې 26, 2026
سه شنبه, مې 26, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

د حج مهم پړاو پیل؛ په عرفات کې د میلیونونو حاجیانو حضور

د عرفې ورځې په رارسېدو سره، د حج تر ټولو مهم پړاو نن په عرفات کې پیل شوی او د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو میلیونونه حاجیان په دې سپېڅلي صحرا کې راټول شوي دي. د راپورونو له مخې، شاوخوا ۱.۶ میلیونه حاجیان د سهار لمانځه له اداء کولو وروسته له منى څخه عرفات ته تللي او د هغوی د لېږد بهیر لا هم روان دی. تمه ده چې له لمر لوېدو وروسته حاجیان د شپې تېرولو لپاره مزدلفې ته ولاړ شي؛ دا د حج له مهمو مرحلو څخه ده چې د دې اسلامي فریضې له اساسي ارکانو څخه شمېرل کېږي. د حج د مناسکو له مخې، حاجیان به سبا د لوی اختر په لومړۍ ورځ بېرته منى ته ستانه شي څو د قربانۍ مراسم (یوم النحر) ادا کړي. تر دې وروسته حاجیان رمي جمرات (شیطان ته د ډبرو ویشتل) ترسره کوي او بیا د طواف لپاره مسجدالحرام ته ځي. په پای کې حاجیان د سر د ویښتو په خریلو یا لنډولو سره له احرامه وځي او د حج مهمه برخه بشپړوي. سږ کال تر ۳۰ زرو زیات افغان حاجیان هم د حج د مناسکو د ادا کولو لپاره په سعودي عربستان کې حضور لري.

- Advertisment -spot_img