هغه د هند د سفر پر مهال خبریالانو ته ویلي چې د موافقې د مسودې په اړه د نظرونو تبادله او ډیپلوماتیک تګ راتګ روان دی او ښايي د بشپړېدو لپاره یې څو نورې ورځې هم وخت ونیسي. روبیو ټینګار کړی چې ډونالډ ټرمپ غواړي یو «قوي او د منلو وړ توافق» ترلاسه شي او که داسې نه وي، هېڅ توافق به رامنځته نه شي. هغه همدارنګه د متحده ایالاتو لپاره د هرمز تنګي د پرانیستې پاتې کېدو پر ستراتیژیک اهمیت ټینګار کړی او ویلي یې دي چې دا سمندري لاره باید په هر حالت کې خلاصه پاتې شي.



