ایراني رسنیو خبر ورکړی چې د دغه هېواد پخوانی ولسمشر محمود احمدي نژاد د امریکا او اسراییل په برید کې وژل شوی دی. پر هغه دا برید د تهران ښار نارمک کې شوی دی. د ایران حکومتي سرچینو رسماً څه نه دي ویلي خو نړیوالو رسنیو هم د هغه وژل کېدل تایید کړي دي. احمدي نژاد دوه دورې، د ۲۰۰۵ تر ۲۰۱۳ کال پورې د ایران ولسمشر پاتې شوی و. د هغه د ولسمشرۍ دوره د سختو څرګندونو، د لویدیځ پر وړاندې تند دریځ، د ایران د اتومي پروګرام په اړه نړیوالې توجه او د ۲۰۰۹ م کال د جنجالي ټاکنو او پراخو اعتراضونو له کبله مشهوره ده. د ولسمشرۍ مخکې، احمدي نژاد د تهران ښاروال و او همدارنګه یې په اردبیل ولایت کې د څو لوړپوړو دولتي دندو تجربه هم لرلې ده. د لسګونو ایراني چارواکو سربېره، آیت الله علي خامنه اي او احمدي نژاد دویم لوړپوړی سیاسي چارواکی دی چې په تېرو ورځو کې د امریکا او اسراییل بریدونو کې وژل کېږي.



