د طالبانو دفاع وزارت اعلان وکړ، چې د دوی ځواکونو د روانې شپې په منځ کې د هېواد په ختیځو او سویلي پولو کې د پاکستاني ملېشو پر پوستو “انتقامي بریدونه” کړي، چې په پایله کې یې درنه مرګژوبله ور اړولې ده. دوی وايي، دا عملیات د هغو بریدونو په غبرګون کې شوي، چې پاکستاني الوتکو د افغانستان په خاوره کې پر ملکیانو ترسره کړي وو. د دوی د مالوماتو له مخې، په دغو انتقامي عملیاتو کې ټولټال ۵۵ تنه پاکستاني پوځیان وژل شوي او جسدونه یې د نښتې په ځای کې پاتې او دوی د ډیورنډ فرضي کرښې ته څېرمه د پاکستان ۱۹ پوستې په بشپړه توګه له منځه وړي. دوی تاییدوي، چې په دغو نښتو کې ۸ تنه طالبان وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان دي او همدراز په ننګرهار کې د کډوالو په یو کمپ د پاکستاني لوري د هاوان په برید کې ۱۳ تنه ملکي وګړي هم ټپیان شوي، چې ښځې او ماشومان په کې شامل دي.



