د نیمروز ولایت په دښتو کې د ۱۹ هغو ځوانانو جسدونه موندل شوي چې د قاچاقي لارې ایران ته د تګ پر مهال ورک شوي وو. د راپورونو له مخې، د ۱۴ ځوانانو جسدونه د «ریګونو لالو» په سیمه کې موندل شوي، په داسې حال کې چې د پنځو نورو ځوانانو جسدونه څو ورځې وړاندې د نیمروز په دښتو کې موندل شوي وو. ویل کېږي چې دغو ځوانانو غوښتل د قاچاقي لارو له لارې له نیمروز څخه ایران ته واوړي، خو په دښته کې د لارې له ورکېدو وروسته د سختې ګرمۍ او تندې له امله یې ژوند له لاسه ورکړی دی. تر دې وړاندې د نیمروز ځايي چارواکو د دغې ډلې د ځوانانو ورک کېدل تایید کړي وو او ویلي یې وو چې د هغوی د موندلو هڅې روانې دي.



