یکشنبه, فبروري 15, 2026
یکشنبه, فبروري 15, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

کندهار کې درې مېرمنې په مرموز ډول وژل شوې

د سیمه‌ییزو سرچینو د راپور له مخې، په کندهار ولایت کې د جنایي جرمونو او ناامنیو پر دوام، درې ښځې په بې‌رحمانه توګه وژل شوي دي. د دې ښځو جسدونه نن دوشنبې د سپین‌بولدک ولسوالۍ شپږمې ناحیې اړوند سیمه کې د «سارګو» په نوم غر په غاړه موندل شوي دي. سرچینې وایي چې جسدونه په یوه «ګونۍ» کې خښ شوي وو او نښې نښانې ښيي چې دغه قتلونه څو میاشتې مخکې شوي دي. جسدونه د پیژندنې او نورې پلټنې لپاره د سپین‌بولدک ولسوالۍ دولتي روغتون ته انتقال شوي دي. تر اوسه د وژل شویو ښځو هویت او د دې قتلونو موخه نه‌ده معلومه او طالبانو هم په دې اړه څه نه‌دي ویلي. د راپورونو له مخې، د طالبانو له واکمنۍ وروسته، په بېلابېلو ولایتونو کې د جنایي جرمونو، پټو وژنو او په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو پر وړاندې د تاوتریخوالي کچه لوړه شوې ده.

- Advertisment -spot_img