پنجشنبه, فبروري 12, 2026
پنجشنبه, فبروري 12, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

ليندسي: د طالبانو د محاکمو جزایي اصول‌نامه له تبعیضه خالي نه ده

د افغانستان لپاره د برېتانیا ځانګړی استازی ریچارډ لیندسي ویلي، چې «د طالبانو د محاکمو جزایي اصول‌نامه» د ښځو او لږکیو پر ضد ده. لینډسي په یوه پیغام کې زیاته کړې، چې سوله‌ییز افغانستان د ټولو افغانانو د حقونو درناوي ته اړتیا لري. نوموړي ټینګار کړی هغه موارد چې طالبان یې د قضایي کړنلارو په نوم خپروي، د وګړو له حقونو سره په ټکر کې دي. هغه دا څرګندونې په داسې حال کې کړې، چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنټ هم ویلي، که څه هم «د طالبانو د محاکمو جزایي اصول‌نامه» تر ارزونې لاندې ده، خو دغه فرمانونه په جدي ډول اندېښمنوونکي دي. «د طالبانو د محاکمو جزایي اصول‌نامه» تازه په رسنیو کې خپره شوې ده؛ هغه سند چې طالبان پکې غلامي په رسمیت پېژني. د بشري حقونو بنسټونو ویلي، چې دغه سند په ښکاره ډول د بشري حقونو د نقض، د قومي او مذهبي لږکیو د ځپلو او دغه راز د طالبانو د مخالفانو د ځپنې زمینه برابروي.

- Advertisment -spot_img