دوشنبه, جنوري 12, 2026
دوشنبه, جنوري 12, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

طالبانو سرغړونکو نایانو ته سزا ټاکلې

 ډيلي میل ورځپاڼې راپور ورکړی، چې طالبان هغو نایانو ته د پنځلس میاشتني بند سزا ورکوي چې د ځوانانو ږېرې وخریي. د ږیرې خریېل لا له وړاندې د طالبانو «امر بالمعروف او نهي عن المنکر» تر قانون لاندې ناقانونه وو، خو د زندان سزا په کې نوې شامله شوه. یادې ورځپانې د ځینو کسانو له لوري د غیر دویزو سټایلونو کاروونکو ته اشاره کړې چې په لنډ‌مهاله توګه د طالبانو له لوري نیول شوي وو. راپور کاږي، چې طالبانو پر لسګونو کسانو د سنګسار حکم تطبیق کړی، څلورو بندیانو یې اعدام کړي او پر ځینو یې دیوالونه چپه کړي دي. د دوی د سترې محکمې د معلوماتو له مخې، په ۲۰۲۵ کال کې له زرو ډېر کسان په عام محضر کې تعزیري سزا ورکړل شوي، چې لږ تر لږه سل پنځوس ښځې هم په کې شاملې دي. دا شمېرې د بدني سزاوو د پام وړ زیاتوالی ښيي، چې کابل تر ټولو ډېرې پېښې ثبت کړې دي.

- Advertisment -spot_img