د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان (فائو) اعلان کړی، چې «د پسونو او وزو د وړې تبې » په نوم یوه مرګونې ناروغي په افغانستان کې پسونه او وزې ګواښي او د دې ناروغۍ پر وړاندې د مبارزې لپاره یې د څارویو واکسیناسیون پیل کړی دی. یاد سازمان راپور ورکړی، چې د بریتانیا په ملاتړ، فائو په دې میاشت کې ۳ میلیونه څاروي واکسین کړي څو د مالدارانو معیشت، د خوړو امنیت او د خلکو تغذیه خوندي شي. فائو ټینګار کړی، چې د څارویو روغتیا د کورنیو له روغتیا سره مستقیمه اړیکه لري او پراخ واکسیناسیون کولای شي د ناروغۍ له خپرېدو مخنیوی وکړي او د خلکو ژوند تضمین کړي. دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان ډېری خلک د مالدارۍ او کرنیزو سرچینو له لارې د خپل ورځني ژوند لګښتونه پوره کوي.



