۸ زمری ۱۴۰۵ – د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، له پاکستاني زندانونو ۸۸۰ افغانان خوشې شوي او د تورخم او سپینبولدک له لارو افغانستان ته راستانه شوي دي. دغه وزارت د پنجشنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې له یادو کسانو څخه ۷۱۳ تنه د تورخم له لارې او ۱۶۷ تنه نور د سپینبولدک له لارې هېواد ته داخل شوي دي. د خبرپاڼې له مخې، په راستنېدونکو کسانو کې کورنۍ او یوازې کسان شامل دي چې په پاکستان کې د بېلابېلو لاملونو له امله بندیان شوي وو او د خپلو بند مودو له بشپړېدو وروسته خوشې شوي دي. د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت زیاتوي چې دغو کسانو ته له رسېدو وروسته اړینې مرستې برابرې شوې او خپلو اصلي سیمو ته ولېږدول شول.



