چهارشنبه, جولای 29, 2026
چهارشنبه, جولای 29, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

یوناما: افغان رسنۍ لا هم له سختو بندیزونو او فشارونو سره مخ دي

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندوی پلاوي (یوناما) ویلي، په افغانستان کې رسنۍ لا هم له جدي محدودیتونو او فشارونو سره مخ دي. یوناما د سه‌شنبې په ورځ (د زمري ۶مه) په خپل تازه راپور کې ویلي، د دغه بنسټ د بشري حقونو څانګې د خبریالانو د نیول کېدو او د رسنیو د فعالیتونو د درولو ګڼې پېښې ثبت کړې دي. د یوناما په وینا، دغه موارد ښيي چې د افغانستان رسنیز ډګر لا هم په یوه ستونزمن او له محدودیتونو ډک چاپېریال کې فعالیت کوي. د ملګرو ملتونو دغه راپور د ۲۰۲۶ کال د اپرېل له میاشتې تر جون پورې په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت ارزوي. په راپور کې د خبریالانو د نیول کېدو او بندي کېدو، پر رسنیو د چارواکو د فشارونو او د یو شمېر رسنیو د تړل کېدو یادونه شوې ده. یوناما ویلي، یو شمېر رسنۍ د مالي ستونزو له امله هم اړې شوې دي چې خپل فعالیتونه ودروي.

- Advertisment -spot_img