چهارشنبه, جولای 29, 2026
چهارشنبه, جولای 29, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

محقق: د فارسي ژبې او شيعه ټولنې پر وړاندې محدودیتونه د هویت پر ضد دي

د افغانستان د اسلامي وحدت ګوند مشر محمد محقق د طالبانو د هغو تګلارو په اړه اندېښنه څرګنده کړې چې د نوموړي په وینا، د فارسي ژبې او شيعه مذهب د محدودولو او له منځه وړلو هڅې دي. محقق ویلي، د طالبانو جوړښت او پالیسۍ د ټولو وګړو پر ګډون او برابرۍ نه، بلکې د انحصار پر بنسټ ولاړې دي، چې د ده په باور، د قومي برلاسۍ بڼه لري. هغه ویلي چې دا ډول چلند د افغانستان ملي یووالی کمزوری کوي او د نورو قومونو، ژبو او مذهبونو د څنډې ته کېدو لامل ګرځي. محقق زیاته کړې چې د یوه ملت هویت د زور او فرمان له لارې نه شي بدلېدای، او د فارسي ژبې، کلتور او د شیعه وګړو د محدودولو هڅې د افغانستان تاریخي او ټولنیز هویت نه شي بدلولای.

- Advertisment -spot_img