د ملګرو ملتونو په دفترونو کې د افغان ښځو په کار کولو د طالبانو د حکومت بندیز ډېری دا ښځې د خپل راتلونکي او برخلیک په اړه اندېښمنې کړي دي. هغه ښځې چې له کلونو راهیسې یې د دغه سازمان په بېلا بېلو څانګو کې د کارکوونکو او قراردادیانو په توګه د مرستو رسولو کې مهم رول لوبولی اوس اړې دي چې له کوره کار وکړي. د م. م په اړوندو ادارو کې د مېرمنو پر کار بندیز، هغه ښځې اغیزمنې کړي، چې افغانانو ته به یې مرستې رسولې. دا په داسې حال کې دی، چې مخکې هم د ملګرو ملتونو یو شمېر چارواکو په بشري فعالیتونو کې د افغان ښځو د شتون پر اهمیت ټینګار کړی دی. د یوناما دفتر د تېرې اوونۍ په پای کې په یوه بیان کې اعلان وکړ، چې طالبانو د سپټمبر په ۷مه په کابل کې د دوی دفترونو ته د ښځینه افغان کارکوونکو او قراردادیانو د ننوتلو مخه نیولې وه او دا بندیز وروسته د طالبانو چارواکو لخوا په لیکلي او شفاهي ډول په ټول افغانستان کې د ملګرو ملتونو ساحوي دفترونو ته وغځول شو. د یوناما په ټکو، طالبان په کابل، هرات او مزار شریف ښارونو کې د ملګرو ملتونو تاسیساتو ته د ننوتلو په دروازو کې شتون لري ترڅو دا بندیز پلي کړي. یوناما زیاته کړې چې د دې جدي ګډوډۍ په غبرګون کې دغه دفتر او نورو ادارو، صندوقونو او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو پروګرامونو د کارکوونکو د ساتنې او د دوی د اصولي او اړینو کارونو د دوام لپاره د ممکنو انتخابونو د څېړلو لپاره لنډمهاله عملیاتي تعدیلات پلي کړي دي. د طالبانو حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي. له دې مخکې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند سټیفن دوجاریک په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې د روان کال په می میاشت کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو په بېلابېلو ادارو کې لسګونو ښځینه کارکوونکو ته د دوی د کار له امله د نامعلومو کسانو لخوا د مرګ ګواښونه شوي دي. له دې مخکې، د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) په ګډون مختلفو ادارو راپور ورکړی و، چې د طالبانو حکومت د مرستو په رسولو کې مداخله کړې او په مرستندویه فعالیتونو کې یې د ښځو د ګډون محدودولو سربېره یې پر دوی فشار زیات کړی دی.



