یکشنبه, مې 24, 2026
یکشنبه, مې 24, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

د کابل سرای شهزاده ته نږدې په ډزو کې د الله‌ګل مجاهد زوی او درې نور کسان وژل شوي

خالد زدران، د کابل امنیه قوماندانۍ ویاند، ویلي چې نن یکشنبه شاوخوا د ماسپښین په دوو بجو د کابل د سرای شهزاده په شاوخوا سیمه کې د ډزو پېښه شوې چې له امله یې څلور کسان وژل شوي دي. د هغه په وینا، په وژل شویو کسانو کې د الله‌ګل مجاهد زوی، د هغه یو ساتونکی او دوه ملکي وګړي، چې یوه ښځه هم پکې شامله ده، شامل دي. زدران زیاته کړې چې د دې پېښې په تړاو دوه کسان نیول شوي دي. د نوموړي په خبره، له نیول شویو کسانو څخه یو د الله‌ګل مجاهد وراره او بل د مقابل لوري اړوند کس دی. د کابل امنیه قوماندانۍ ویاند همداراز ویلي چې لومړني معلومات ښيي، دا پېښه د «شخصي دښمنۍ» له امله رامنځته شوې او د پولیسو څېړنې لا هم روانې دي. دا پېښه د کابل په یوې ګڼې سوداګریزې سیمې کې شوې ده او تر اوسه د نښتې د پیل څرنګوالي او د قربانیانو د بشپړ هویت په اړه نور جزییات نه دي خپاره شوي.

    - Advertisment -spot_img