په پاکستان کې د خیبرپښتونخوا ایالت کې د امنیتي ځواکونو او وسلهوالو کسانو ترمنځ په سخته نښته کې لږ تر لږه ۲۹ کسان وژل شوي دي. پاکستاني پولیس وايي، دا نښته تیره ورځ د بنو ولسوالۍ د میریان تحصیل په بارکزي آخوندخېل سیمه کې رامنځته شوې، چې پکې ۲۵ وسلهوال، دوه پولیس او دوه ملکي وګړي وژل شوي دي. همدارنګه په دې پېښه کې ۱۰ نور کسان ټپیان شوي چې پکې اووه پولیس او درې ملکي وګړي شامل دي. د پولیسو د معلوماتو له مخې، په وژل شوو وسلهوالو کې دوه لوړپوړي قوماندانان هم شامل دي. خو تر اوسه په خپلواکه توګه دا نه ده تایید شوې چې وژل شوي کسان دې د تحریک طالبان پاکستان (ټيټيپي) غړي وي. سیمهییزې سرچینې وايي چې د سیمې په ځینو برخو کې لا هم د وسلهوالو حضور موجود دی او وخت ناوخت نښتې روانې دي.



