د اوکراین چارواکي وايي، روسیې د یکشنبې په سهار د توغندیو او بېپیلوټه الوتکو په یوه پراخ برید کې د اوکراین پلازمېنه کییف په نښه کړې ده. د راپورونو له مخې، په دې برید کې د استوګنې ودانیو او ښوونځیو ته زیان اوښتی او لږ تر لږه یو کس وژل شوی او شاوخوا ۲۰ نور ټپیان شوي دي. همدارنګه د کییف په شاوخوا سیمه کې درې نور کسان هم ټپیان شوي دي. دا برید څو ساعته وروسته له هغه ترسره شوی چې د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زلنسکي خبرداری ورکړی و چې روسیه ښايي د اوکراین پر ضد د یو ګډ او پراخ برید لپاره چمتووالی نیسي، چې احتمالاً به د هایپرسانیک بالستیک توغندي «اورشنیک» هم پکې شامل وي. په وروستیو ورځو کې هم د چرنیهیف، سومي، دنیپرو او زاپوریژیا پر سیمو د روسیې د توغندیو او بېپیلوټه الوتکو بریدونو کې ګڼ شمېر کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.



