یکشنبه, مې 24, 2026
یکشنبه, مې 24, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

بلوڅ بېلتونپالې ډلې د کویټې د اورګاډي چاودنې مسؤلیت ومانه؛ لسګونه کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

«بلوچ لبریشن آرمي» د کویټې ښار د اورګاډي ترڅنګ د مرګونې چاودنې مسؤلیت پر غاړه واخیست د پاکستان د بلوچستان ایالت په مرکز کویټه ښار کې د یوه اورګاډي ترڅنګ د بمي چاودنې وروسته، «بلوچ لبریشن آرمي» (BLA) د دې برید مسؤلیت پر غاړه اخیستی دی. د راپورونو له مخې، چاودنې هغه اورګاډی په نښه کړی چې ویل کېږي پکې د پاکستان د پوځ یو شمېر سرتېري او د هغوی د کورنیو غړي سپاره وو. د دې برید له امله لږ تر لږه ۲۴ کسان وژل شوي او له ۵۰ څخه ډېر نور ټپیان شوي دي. راپورونه ښيي چې چاودنه د کویټې ښار د «چمن پټک» سیمې ته نږدې د اورګاډي کرښې ترڅنګ شوې، چې له امله یې واګونونو ته زیان اوښتی او د اورګاډي تګ‌راتګ هم درېدلی دی. «بلوچ لبریشن آرمي» په یوې اعلامیې کې د دې برید مسؤلیت منلی دی. دا پېښه داسې مهال رامنځته شوې چې د بلوچستان ایالت په وروستیو میاشتو کې د وسله‌والو بریدونو او د پاکستان د امنیتي ځواکونو پر ضد د حملو زیاتوالی لیدل شوی دی.

- Advertisment -spot_img