جمعه, جنوري 16, 2026
جمعه, جنوري 16, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

ډونالډ ټرمپ ته نږدې کس «چارلي کرک» په ډزو وژل شوی

د امریکا په «یوتا» ایالت کې د اوسني ولسمشر، ډونالډ ټرمپ نږدې کس، محافظه‌کار فعال، چارلي کرک په یوه غونډه کې د خبرو پرمهال په ډزو وژل شوی دی. د امریکايي رسنیو د راپورونو له مخې چې «چارلي کرک» د یوتا ایالت د اورم ښار په «یوټا» پوهنتون کې غونډې ته وینا کوله چې ډزې پرې شوې او ځای پرځای وژل شوی دی. بلخوا په ټولنیزو پاڼو خپره‌شوې ویډیو کې ښکاري چې چارلي کرک خبرې کوي، خو د مرمۍ له اواز سره ځای پرځای چپه‌کېږي. چارلي کرک د امریکا د اوسني ولسمشر، ډونالډ ټرمپ تر ټولو نږدې کس و او ځینو رسنیو هغه د ټرمپ تر ټولو سرسخت ملاتړی ښودلی و. دې پېښې ته د امریکا اوسني او پخوانیو ولسمشرانو غبرګون ښودلی او پر وژنه یې خواشیني ښودلې ده. بلخوا په راپورونو کې د ځینو جمهوري‌غوښتونکو له قوله ادعا شوې، چې دا کار د ډیموکراتانو له لوري شوی دی، خو ډیموکراتانو بیا دا پړه یوه تشه ادعا بللې ده. تر اوسه د چارلي کرک د وژنې لامل نه دی په ډاګه شوی، خو واکمن ګوند دغه ترور ته د «سیاسي وژنې» نوم ورکړی دی.

- Advertisment -spot_img