د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله د ۲۰۲۵ کال د مرکزي اسیا اتلولۍ سیالیو (کافا) په لړ کې نن خپله درېیمه لوبه د هند له لوبډلې سره ترسره کوي. دغه لوبه د افغانستان پر وخت نن مازدیګر ۴:۳۰ بجې په تاجيکستان کې پیلېږي. په دغو سیالیو کې افغانستان خپله لومړۍ لوبه ایران او دویمه یې تاجيکستان ته بایللې دي. د یادونې ده، د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله په (بي) ګروپ کې د ایران، هند او تاجيکستان له لوبډلو سره لوبېږي.



