د پاکستان یوې رسنۍ راپور ورکړی، چې په اسلام اباد کې د طالبانو د سیاسي مخالفینو غونډه د دې ډلې د فشار له امله وځنډول شوه. د «ده نیشن» ورځپاڼې ویلي، دا غونډه د اګست د ۲۵ او ۲۶ مې لپاره د SASSI فکري مرکز له خوا په اسلاماباد کې پلان شوې وه. د راپور له مخې، د دې غونډې موخه د سولې، ثبات او پرمختګ په ګډون د افغانستان د راتلونکي په تړاو خبرې اترې وې. په راپور کې راغلي، د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي په کابل کې د درې اړخیزې غونډې پر مهال د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر محمد اسحاق ډاره غوښتي، چې په دې غونډه کې د طالبانو د سیاسي څېرو د حضور مخه ونیسي. د راپور پر بنسټ، دې غونډې ته د طالبانو هېڅ غړی نه و بلل شوی. امیرخان متقي په دې غونډه کې د طالبانو د مخالفې څېرو پر حضور اندېښنه څرګنده کړې وه. غونډې ته د مخکیني دولت د ولسي جرګې غړې فوزیه کوفي، د اقتصاد وزیر مصطفی مستور، حبیبالرحمن حکمتیار او یو شمېر نورې څېرې بلل شوې وې. د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په دې غونډه کې د طالبانو د مخالفو څېرو پر حضور نیوکه کړې او پاکستان یې د طالبانو د مخالفینو پر ملاتړ تورن کړی دی.



