یو شمېر هېوادوالو د بېکارۍ له زیاتېدو او په افغانستان کې د بې وزلۍ له ورځ تر بلې ډېرېدو شکایت کوي. دوی وايي، د طالبانو له واکمنېدو وروسته، کاري فرصتونه له منځه تللي، ښځې او نجونې له کار کولو محرومې شوې او نارینه هم په سختۍ سره کار موندلای شي. د دوی په وینا، دولتي دندې عموماً هغو کسانو ته ورکول کېږي چې له طالبانو سره اړیکې لري او خلک په داسې حال کې چې د وضعیت د ښه کېدو هیله نه لري، په سختې بې وزلۍ او تنګ لاسي کې خپل ژوند پر مخ وړي. دوی دغه راز زیاتوي چې له ایران او پاکستانه د زرګونو کډوالو جبري راستنېدو د بېکارۍ ناورین نور هم پراخ کړی دی. په همدې حال کې، د اقتصادي چارو یو شمېر کارپوهان خبرداری ورکوي چې که په هېواد کې بېکاري، په ځانګړې توګه د تحصیل لرونکو ځوانانو لپاره، دوام وکړي، نو د زدهکړو پر وړاندې به بېباوري زیاته شي. د دوی پر وینا، بېکاري کولای شي په ټولنه کې د تندلارو ډلو د جوړېدو لامل شي او یا هم د ترهګرو ډلو له خوا د افرادو جذب ته لاره هواره کړي. د اقتصادي چارو شنونکی شاکر یعقوبي ويلي: «د افغانستان ډېری وګړي ځوانان دي، خو کاري فرصتونه د دغو ځوانو له شمېر سره هېڅ تناسب نه لري. په تېرو کلونو کې د پانګونې کمښت، د ودانیزو چارو په برخه کې ځوړ او د کورنیو او بهرنیو موسسو تړل کېدل د دې لامل شوي، چې ګڼ خلک وزګار شي. دغه راز، د کارموندنې لپاره د ملي او دوامداره پروګرام نشتوالی او له کورنیو ظرفیتونو نه کار اخیستل وضعیت ورځ تر بلې سختوي.» له دې وړاندې، نړیوال بانک په یوه راپور کې ویلي وو، چې په افغانستان کې له هر څلورو کسانو یو کس بې کاره دی. د دې راپور له مخې، تر ۲۰۲۳ کال پورې د ۱۵ تر ۲۹ کلونو پورې نږدې یو پر څلورمه برخه ځوانان بېکاره ول. دغه راز، د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام (UNDP) اعلان کړی و، چې په افغانستان کې د بې کچه له ۹۷ سلنې څخه پورته شوې، ۹۰ سلنه ښځې له کاري فرصتونو محرومې شوې او تېر کال یوازې ۷ سلنه ښځو له کوره بهر کار کړی دی. دا راپور ښيي، چې د افغانستان ۶۹ سلنه وګړي بېکاره دي او هېڅ عاید نه لري، له همدې امله په افغانستان کې ډېری هغه کسان چې ځانوژنه یې کړې، هغه ځوانان دي چې د اقتصادي ستونزو او بېکارۍ له امله یې دغه اقدام پورته کړی دی.



