دوشنبه, جنوري 12, 2026
دوشنبه, جنوري 12, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

افغانستان کې د بدني سزاګانو پر دوام د بښنې نړیوال سازمان اندېښنه

په داسې حال کې چې د بښنې نړیوال سازمان په افغانستان کې د بدني سزاګانو د دوام او په ځانګړې توګه پر ښځو یې د پایلو په اړه اندېښنه ښودلې، یو شمېر افغان مېرمنې او نجونې چې د طالبانو له تاوتریخوالي سره مخامخ شوي وايي، له هغو بدو پیښو وروسته چې دوی تجربه کړي په روحي او رواني ناروغیو اخته شوي دي. دا ښځې په داسې حال کې د طالبانو د تاوتریخوالي او د هغوی پر ژوند د ویجاړونکو اغېزو په اړه خبرې کوي، چې د بښنې نړیوال سازمان (امنسټي انترنشنل) تازه اعلان کړی چې په افغانستان کې بدني سزاګانې له قانوني پروسې، عدلي او قضايي مراجعو ته له لاسرسي او د قربانیانو او د دوی د کورنیو له خوندیتوب پرته ترسره کېږي. دغه سازمان د اګست په ۱۶مه په خپله ایکس پاڼه لیکلي، چې د دغو سزاګانو قربانیان په ځانګړې توګه ښځې په عام محضر کې له وهلو وروسته نه یوازې له تاوتریخوالي او سزا سره مخ کېږي، بلکې په ټولنه کې له غیر انساني چلند، تبعیض او سپکاوي سره هم مخ کېږي. په افغانستان کې واک ته له راستنېدو وروسته، د طالبانو حکومت د خپلې لومړۍ دورې په څېر جسمي مجازات او عام اعدامونه بیا پیل کړل. د طالبانو د حکومت سترې محکمې د اګست په ۹مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي وو، چې په تېره یوه میاشت کې یې په ټول افغانستان کې پر ۸۱ نارینه او ښځینه وو په عام محضر کې تعزیري سزاګانې پلي کړي. د طالبانو د سترې محکمې ویاند هم رسنیو ته په یوه غږیز پیغام کې ویلي، چې په تېرو څلورو میاشتو کې په ۲۷ ولایتونو کې پر ۳۴۰ کسانو چې دوی متهمین او مجرمین بللي وو، تعزیزي سزاګانې تطبیق شوي. که څه هم د طالبانو حکومت تل ټینګار کړی، چې دا سزاګانې د اسلامي شریعت له مخې تطبیقېږي، خو حقوق پوهانو، د بشري حقونو مدافعینو او نړیوالو سازمانونو دا سزاګانې “غیر عادلانه” بللي او استدلال یې دا دی، چې افغانستان کې نه د ډیموکراټیک نظام مشروع اساسي قانون شته او نه هم یو خپلواک او عادلانه قضايي سیستم، چې د معتبرو بنسټونو تر څارنې لاندې فعالیت کوي. بلخوا د یو شمېر هغو کسانو کورنیو چې د دوی په خبره بندیان، شکنجه او په دُرو وهل شوي،رسنیو ته ویلي، چې د طالبانو حکومت د سزاګانو د تطبیق لپاره نه قوانین لري او نه هم تورنو ته د دفاع او مدافع وکیلانو ته د لاسرسي حق ورکړل کېږي.

- Advertisment -spot_img