د اروپايي پارلمان غړې هانا نیومن ویلي چې تر هغه وخته چې په افغانستان کې «جنسیتي اپارتاید» پای ته نه وي رسېدلی، باید د طالبانو له چارواکو سره هېڅ ډول لیدنه په اروپا کې ترسره نه شي. هغې نن پنجشنبه په اېکس کې لیکلي چې اروپايي کمیسیون طالبان بروکسل ته د افغان کډوالو د ایستلو په اړه د خبرو لپاره بللي دي. نیومن زیاته کړې چې تر هغه وخته چې طالبان د بشري حقونو سرغړونې کوي، جنسیتي اپارتاید عملي کوي او افراطیت ته وده ورکوي، باید په اروپا کې له هغوی سره هېڅ لیدنه ترسره نه شي. نوموړې همدارنګه ویلي چې طالبان باید د بشري حقونو د وضعیت له ښه کېدو پرته په هېڅ ډول رسمي تعاملاتو کې شامل نه شي. په تازه وختونو کې اروپايي ټولنې طالبان بروکسل ته د سفر لپاره بللي څو د افغان کډوالو د ایستلو او د هغوی د بېرته ستنېدو د اسانتیاوو په اړه خبرې وشي. تر دې وړاندې هم ځینو اروپايي هېوادونو، لکه جرمني او اتریش، د کډوالو د ایستلو په اړه له طالبانو سره خبرې کړې او یو شمېر افغانان یې په همغږۍ سره بېرته افغانستان ته لېږلي دي.



