د هالند د پناه غوښتنې وزارت اعلان کړی چې هغه افغان ښځې او نجونې چې په دغه هېواد کې د پناه غوښتنې غوښتنلیک وړاندې کوي، اوس به د استوګنې د اجازې ترلاسه کولو لپاره ډېر چانس ولري. د هالند ټایمز د راپور له مخې، د هالند د پناه غوښتنې وزیر بارت فن دن برینک پرېکړه کړې چې افغان ښځې او نجونې به په ډېری مواردو کې د استوګنې د اجازې ترلاسه کولو وړ وپېژندل شي. دا پرېکړه وروسته له هغې شوې چې د هالند د بهرنیو چارو وزارت خبرداری ورکړی و چې په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د ښځو او نجونو وضعیت لا پسې خراب شوی دی. د هالند د پناه غوښتنې وزیر ویلي، پخوانۍ تګلاره نور د افغانستان اوسني واقعیتونه نه منعکسوي او له همدې امله پرې بیاکتنه شوې ده. د راپور له مخې، په ۲۰۲۵ کال کې ټولټال ۷۶۰ افغان وګړو په هالند کې د پناه غوښتنې غوښتنلیکونه ثبت کړي دي. دغه شمېر په ۲۰۲۴ کال کې ۴۹۰ او په ۲۰۲۳ کال کې ۶۷۰ تنه و. د هالند د پناه غوښتنې تګلاره د ۲۰۲۵ کال په وروستیو کې وروسته له هغې له پراخو نیوکو سره مخ شوه چې د افغانستان د څو ښځو د پناه غوښتنې غوښتنلیکونه رد شول. هغه مهال د کډوالۍ چارواکو استدلال کاوه چې ښځې کولای شي د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د ژوند له شرایطو سره ځان عیار کړي. د پراخو عامه غبرګونونو او حقوقي تعقیبونو له وروسته، د هالند حکومت د ۲۰۲۶ کال په پیل کې په دې تګلاره کې بیاکتنه وکړه او په پای کې یې څلورو افغان ښځو ته د استوګنې اجازه ورکړه.



