ملاله يوسفزۍ د Hay Festival د ښوونې او روزنې په برخه کې د جایزې ګټونکې شوه او اعلان یې وکړ چې دغه مډال به د افغانستان نجونو ته ډالۍ کړي. های فسټیوال د مې په ۲۲مه نېټه په خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې دغه مډال ملاله يوسفزۍ ته د نجونو د زدهکړو د ملاتړ لپاره د هغې د فعالیتونو له امله ورکړل شوی دی. ملاله د دغه مډال د ترلاسه کولو په مراسمو کې د افغان نجونو وضعیت یاد کړی او یو ځل بیا یې د هغوی د زدهکړې له حق څخه خپل ملاتړ څرګند کړی دی. دا په داسې حال کې ده چې نږدې پنځه کاله کېږي طالبانو په افغانستان کې د شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو زدهکړې منع کړې دي. په دې موده کې ملاله يوسفزۍ څو ځله د افغان ښځو او نجونو له حقونو، په ځانګړي ډول د زدهکړې له حق څخه ملاتړ کړی دی. Hay Festival له ۱۹۸۸ میلادي کال راهیسې د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې د لیکوالانو، خبریالانو، پوهانو او هنرمندانو په ګډون ترسره کېږي.



