د افغانستان د ازادو رزمي سیالیو (MMA) اتل، عبدالعظیم بدخشي، ټاکل شوې چې شل ورځې وروسته د چین له یوه پیاوړي سیال سره د قفس په سیالۍ کې مخامخ شي. ټاکل شوې دغه سیالي د روان میلادي کال د اګست میاشتې په اتمه نېټه، د شنبې په ورځ، د هند په کوربهتوب د ITF سازمان د سیالیو په لړ کې ترسره شي. عبدالعظیم بدخشي تر اوسه په خپل مسلکي ریکارډ کې ۱۰ بریاوې او ۵ ماتې ثبت کړې دي، په داسې حال کې چې د هغه چینایي سیال له ۱۹ بریاوو او ۱۰ ماتو سره دې سیالۍ ته راځي.



