روسیه وایي چې د ایران د غنيشوي یورانیمو د زیرمو په اړه هر ډول پرېکړه یوازې د تهران حق دی. د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا ویلي: «ایران په یوازې ځان باید د خپلو یورانیمو د زیرمو برخلیک وټاکي.» هغې زیاته کړې چې روسیه د ایران او امریکا ترمنځ د خبرو له لارې د سولې د ټینګښت لپاره هر ډول همکارۍ ته چمتو ده او ټینګار یې کړی چې د ایران کړکېچ یوازې د ډیپلوماسۍ له لارې حل کېدای شي. د رویټرز خبري اژانس په راپور کې راغلي چې مسکو د وروستي یو کال په ترڅ کې لږ تر لږه څلور ځله وړاندیز کړی چې د ایران غنيشوي یورانیم دې له دغه هېواد څخه وایستل شي او په روسیه کې وساتل شي. همدارنګه د دې اژانس په وینا، ولادیمیر پوتین ویلي چې روسیه چمتو ده د ۲۰۱۵ کال د تړون تجربه بیا تکرار کړي، هغه مهال چې د ایران یورانیم له هېواده بهر انتقالېده. په همدې حال کې، د رویټرز په حواله ویل شوي چې ډونالډ ټرمپ ویلي مذاکرات له ایران سره لا هم روان دي. هغه زیاته کړې چې د سمندري محاصرې له لارې په عملي ډول د هرمز تنګه د امریکا تر کنټرول لاندې ده او د ایران د یورانیمو زیرمې که ترلاسه شي له منځه وړل کېدای شي. هغه همدارنګه ویلي چې د امریکا سمندري ځواک د ایران بندرونو محاصره پلي کړې او ټینګار یې کړی چې امریکا نه غواړي غنيشوی یورانیم په ایران کې پاتې شي او خپلې غوښتنې به په هر ډول لارو عملي کړي.



