پنجشنبه, نوومبر 13, 2025
پنجشنبه, نوومبر 13, 2025
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

افغانستان کې د خوړو خوندیتوب او د کروندګرو د ملاتړ هڅې

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان د برېتانیا له حکومت سره په همکارۍ، په افغانستان کې د خوړو خوندیتوب او د کروندګرو د ملاتړ لپاره د ۱۰ میلیونه پونډو د پانګونې خبر ورکړی دی. دغه سازمان په یوه اعلامیه کې ویلي، چې دا نوی نوښت د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې د کلیوالو د ژوند د پیاوړتیا لپاره پیل شوی دی. اعلامیه کې راغلي: «دا پروژه وړو کروندګرو، مالدارانو او بې ځمکې کارګرو ته لومړیتوب ورکوي او په ځانګړي توګه به پر هغو ښځو تمرکز وکړي، چې په خپله سرپرستې دي. فائو ټینګار کړی، چې ښځې به په دې پروژه کې محوري رول ولري. د دغه سازمان پر وینا، دا پروژه به په لومړي کال کې د کروندګرو له کورنیو سره د غنمو او لبنیاتو په تولید، د اوبو لګولو سیستمونو په بیارغونه او لوړ کیفیت لرونکو تخمونو ته د لاسرسي په برخو کې مرسته وکړي. د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان یادونه کړې، چې له ۲۰۲۲ م کال راهیسې یې په افغانستان کې له څه باندې۳۰ میلیونو تنو سره مرسته کړې ده. د دغه سازمان پر وینا، د هغو تنو شمېر چې د خوړو له ناامنۍ سره مخ وو، په تېرو څلورو کلونو کې نږدې نیمایي ته راټیټ شوی دی له دې وړاندې هم د ملګرو ملتونو ځینو بنسټونو د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې د شاوخوا ۲۳ میلیونو ډالرو په ارزښت د یوې پروژې د پیلولو خبر ورکړی و.

- Advertisment -spot_img