جرمني د اروپايي ټولنې لومړنی هېواد شو، چې طالبانو ته اجازه ورکوي، چې خپل استازي دې هېواد ته واستوي ترڅو له جرمني څخه د افغان وګړو د ایستلو په بهیر کې مرسته وکړي. جرمني دا اقدام وروسته له هغه کوي، چې د دغه هېواد د کورنیو چارو وزیر، الکساندر دوبریند، د رد شویو او په جرمونو د ککړو پناه غوښتونکو د اېستلو په اړه له طالبانو سره د مخامخ خبرو ملاتړ وکړ. له ۲۰۲۱ م کال راهیسې، چې طالبان بیا واک ته رسېدلي، جرمني د افغان کډوالو د اېستلو بهیر درولی و، خو دغه هېواد د تېرې جمعې په ورځ افغانستان ته د رد شویو پناه غوښتونکو د بېرته استولو بهیر بیا پيل کړ او په دې لړ کې د جرمني حکومت له پرېکړې سره سم ۸۱ افغان کډوال افغانستان ته ولېږل. د جرمني حکومت هم تائید کړه چې د دوو افغان قونسلي کارکوونکو د وراستولو اجازه یې ورکړې ده. د حکومت ویاند، شټیفن کورنیلیوس، ویلي: دا قونسلي مامورین به د نورو پلان شویو اېستل کېدونکو کسانو په لېږلو کې همکاري وکړي. برلین ټینګار کړی، چې دا پرېکړه د طالبانو د رسمیت پېژندنې معنا نه لري. د “فرانکفورټر الګماینه سایتونګ” ورځپاڼې د راپور له مخې، دا یوازې د عملي همکارۍ یو محدود اقدام بلل شوی.



