ډان ورځپاڼې راپور ورکړی، چې د بلوچستان په «قلعه عبدالله» ولسوالۍ کې د ځمکې په سر د دوو قبیلو ترمنځ د نښتې له امله ۲۵ تنه مړه او ۱۵ نور ټپیان شوي دي. د يادې ورځپاڼې د راپور له مخې، نښته کې دواړو لوریو له وسلو کار اخیستی او خونړۍ پېښه رامنځته شوې ده. د پاکستاني رسنیو په راپورونو کې ویل شوي، چې په ټپیانو کې د یو شمېر روغتیایي وضعیت نازک دی او ښايي د وژلشویو شمېر لوړ شي. ویل کېږي چې سیمې ته امنیتي ځواکونه رسېدلي او د شخړې د پراخېدو د مخنیوي هڅې پیل شوې دي. بلوچستان کې له دې مخکې هم د ځمکو د وېش په خاطر ورته لسګونه نښتې شوې، چې په پایله کې یې لسګونو تنو ته مرګژوبله اوښتې وه. د ویلو ده چې د دې خونړۍ پېښې ټپیان د کوېټې ښار روغتونونو ته لېږدول شوي دي.



