د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت مسئولينو خبر ورکړی، چې د تېرې یوې اوونۍ پر مهال ۷۷زره او ۲۹ متریک ټُنه توکي د وسپنې پټلۍ له لارې انتقال شوي دي.
د ياد وزارت ویاند، محمداشرف حقشناس نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دا انتقالات د چنګاښ له ۱۳مې تر ۱۹مې نېټې ترمنځ شوي دي.
د خبرپاڼې له مخې، له حیرتان بندره ۵۸زره او ۸۵۰ ټنه، له اقینې بندره ۶زره او ۷۴۵ ټنه، له تورغونډۍ بندره ۵زره او ۴۳۸ ټنه او د خواف-هرات له لارې ۵زره او ۹۹۶ ټنه توکي انتقال شوي دي.
په دغه موده کې ۴۶۴ ټنه توکي د اورګاډي له لارې صادر شوي، چې یوه برخه یې وچه مېوه او د انارو جوس جوړوي.
د ياد وزارت د معلوماتو له مخې، د اورګاډي له لارې د صادراتو او وارداتو زیاتوالی، د کاری فرصتونو رامنځتهکېدو، د ملي عوایدو لوړوالي، اقتصادي ثبات، پراختیا او ځانبسیاینې لامل کېږي.
د دغه وزارت ویاند همدا راز زیاتوي؛هڅې کېږي چې د وسپنې پټلۍ زیربناوې پراخې کړي، د انتقالاتو بهیر اسانه کړي او سوداګرو ته لا ښه خدمتونه برابر کړي، څو دا لارې دوامداره، چټکې او اغېزمنې شي.



