پنجشنبه, جنوري 15, 2026
پنجشنبه, جنوري 15, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

ننګرهار کې ورښتونو مالي زیانونه اړولي

 

ننګرهار کې طالب چارواکو خبر ورکړی،چې د یاد ولایت په دره‌نور او شینوارو ولسوالیو کې د پرونیو ورښتونو په پایله کې د راوتلو سېلابونو له امله خلکو ته درانه مالي زیانونه اوښتي دي.
د یاد ولایت د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې مسئولينو ویلي، چې د دره نور ولسوالۍ برکوټ، شیمل، کشموند قلعه، سفر قلعه او وایګل سیمو کې زراعتي فصلونه د ږلۍ له امله سخت زیانمن شوي او د شکیالي په کلي کې لسګونه سولرې او نور اسباب تخریب شوي دي.
د مسئولینو پر وینا چې د شینوارو ولسوالۍ اړوند ۲۶مه ویالې (اخر فارم) سیمه کې د تېز باران له امله یو دیوال راپرېوتی، چې له امله یې دوه ماشومان ټپیان شوي دي.
د ننګرهار د پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې سیمې ته د ارزونې او ژغورنې ډلې استولې دي.
دا په داسې حال کې ده، چې له تېرو درېیو اوونیو راهیسې د ننګرهار په ګډون په ختیځو ولایتونو کې ورښتونو او سېلابونو خلکو ته ځاني او مالي زیانونه اړوي.
بلخوا د هواپېژندنې ادارې هم په یو شمېر ولایتونو کې د سختو ورښتونو او سېلابونو د پېښېدو خبرداری ورکړی دی.

- Advertisment -spot_img